وفاقي وزيراطلاعات عطاتارړ د پي ټي آئي رهنماروف حسن غير ملکي دشمنانو سره رابطو باندې ردعمل راغلې ۔
وفاقي وزير چې دپاکستان مخالف جذباتو لرونکي صحافيان سره د پي ټي آئي رابطې د ملک دشمنۍ بدترين مثال دې ۔
هغه اووئيل چې فارن فنډډ جماعت وړاندې هم د سائفر په ذريعه دملک خارجه پاليسۍ ته نقصان رسولے دې، روف حسن د بهارتي صحافي سره د تحريک انصاف د سوچ ترجماني کړې ۔
وزيراطلاعات عطاتارړ خپل ردعمل کښې وئيلي چې دپاکستان مخالف جذبات لرونکې صحافيانو سره د پي ټي آئي رابطې د ملک دشمنۍ بدترين مثال دې ۔
عطاتارړ زياته کړې چې د روف حسن بهارتي صحافي سره اړيکې د پي ټي آئي ملک دښمنه ايجنډا په ډاګه کړيده ۔
د هغه وينا وه روف حسن د بهارتي صحافي سره د تحريک انصاف د سوچ ترجماني کړې،وائي چې مونږ خو اوس پوهه شو چې د نهمې مئي حملې ولې شوي وې ۔
وفاقي وزير اووئيل چې دپي ټي آئي اسلام آباد کښې د سوشل ميډل سيل دملک دښمنانو سره د رابطې لويه ذريعه وه ۔
عطاتارړ وائي چې سوشل ميډيا سيل په ذريعه د پاک فوج او سرلښکر خلاف هم مهم چلولے وو،پي ټي آئي ته هندوستانيانو د بهر ملک نه فارن فنډنګ کړې کوم چې تحقيقاتو کښې مخې ته راغلې دې ۔
عطا تارړ اووئيل چې دوي د ملک سره دشمنۍ هر حد پار کړېدې،دې کښې هيڅ شک نشته د دوئي اصل هدف د پاکستان قامي مفادات او فوج ته نقصان رسول وو،دا خلق دپاکستان څخه د بهارت په ايجنډا کار کوي ۔