اسلام آباد: داخله وزير محسن نقوي د ډي چوک دوره کړې او په دې موقع هغه ډيوټۍ باندې موجود سيکيورټي اهلکارانو سره ميلاؤ شوې او د سيکيورټي صورتحال جاج ئې هم اخستې دې ۔
د ډي چوک سيکيورټي صورتحال جاج اخستو نه پس وفاقي وزير داخله ميډيا سره خبرو کښې وئيلي چې زما اطلاع مطابق د پي تي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر او نور مشران اډياله جيل ته تلي او باني چيئرمين سره ئې ملاقات کړيدې ۔
هغه اووئيل چې اډياله جيل کښې د ملاقات دوران باني پي ټي آئي د پارټۍ مشرانو له سنګجاني کښې د ناستې اجازت ورکړي ،ولې مونږ سره لا هم چا دې لړ کښې خبره نۀ ده کړې ۔
محسن نقوي اووئيل چې مونږ پي ټي آئي له وئيلي وو چې سنګجاني يا پريډ ګراؤنډ کښې دې احتجاج اوکړي، ولې دوي اوسه پورې مونږ له جواب هم نۀ دې راکړې ۔
وفاقي وزير اووئيل چې د دوي خواهش وينې تويول وو او زمونږ مقصد او کوشش د خلقو ژوند بچ کول او د هغوي حفاظت کول دي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې د ګولۍ جواب ګولۍ سره ورکولو چل مونږ له راځي ،خو مونږ دوي په خپل مقصد کښې کاميابول نۀ غوښتل ، د دې وجې نه مو پرې ډزې نۀ دي کړي، که داسې مو کول نو دوه به بيا د اسلام آباد ته نشو راتلې ۔
ډي چوک کښې موجود د نورو صوبو سيکيورټي اهلکارانو وزيرداخله ته د سهولياتو د نيشتوالي ګيلې کړي، په کوم چې محسن نقوي وئيلي چې د نورو صوبو اهلکاران زمونږ ميلمانۀ دي او د دوي د سهولتونو ټولې مطالبې به فوري پورا کولې شي ۔