ذرائعو وئيلي چې مجوزه آئيني تراميم کښې شل شقونه شامل دي،د آئين شقونو يو پنځوستم،دري شپيتم،يوسل پنځه اوويايم او يو سل اووه نوي کښې تراميم شامل دي ۔
ترميم ترمخه يو نوې آئيني عدالت به هم جوړولې شي،او د دغه عدالت فيصلو خلاف به هم دغه عدالت کښې اپيل جمع کولې شي ،دې عدالت کښې به د آرټيکل يو سل څلور اتيايم،يو سل پنځه اتيايم او يو سل شپږ اتيايم متعلق درخواستونو کښې سماعت کيږې ۔
د آئين آرټيکل يو سل يو اتيايم کښې هم د ترميم امکان دې،ترميم ترمخه د چيف جسټس پاکستان د ملازمت موده به نۀ سيوا کيږي، بلخوا دې ترميم ترمخه د اسلام آباد هائيکورټ ججز به د صوبو نورو هائيکورټس ته هم ليږلې شي ۔
ذرائعو ترمخه د چيف جسټس پاکستان تقرري به د سپريم کورټ پنځه ججز پينل څخه کولې شي او حکومت به د سپريم کورټ پنځه ججز کښې يو جج چيف جسټس پاکستان لګولې شي ۔
د آئيني عدالت څلور ججز به هم حکومت لخوا تعينات کيديشي، دغه شان د سپريم کورټ او هائيکورټ ججز تعيناتۍ لپاره به جوډيشل کميشن او دې لړ کښې قائم پارليماني کميټي هم يو ځائې کولې شي ۔
د بلوچستان اسمبلۍ نمائندګۍ کښې اضافې ترميم هم آئيني مسوده کښې شامل دې، د صوبائي اسمبلۍ سيټونه پنحه شپيته نه يو اتيا کولو تجويز دې ۔
د آئين آرټيکل دري شپيتم کښې به هم ترميم کولې شي،د مرور اراکينو ووټ متعلق دې آرټيکل کښې ترميم کول هم شامل دي ۔