شنګهائي تعاون تنظيم دري ويشتمه سر مشريزه غونډه نن اسلام آباد کښي کيږي ، دې لپاره سرښار کښي ټولې تياريانې مکمل شويدي ۔
ايس سي او کښې ګډون لپاره زياتره بهر ملکي سربراهان او وفود پاکستان کښې موجود دي او د بعضي ملکونو مشرانو او وفود سلسله نن هم جاري ده ۔
ايس سي او اجلاس کښي د ميزبان پاکستان پشمول د اته ملکونو وزرائے اعظم شرکت کوي ۔
د شنګهائي تعاون تنظيم اجلاس په موقع د چين وزير اعظم ، بهارت خارجه وزير ، ايراني اول نائب صدر ، قازقستان ، تاجکستان او ازبکستان وزرائے اعظم د پاکستان ميلمانه دي ۔
کرغيزستان او ترکمانستان ولي وفود ، شنګهائي تعاون تنظيم سيکرټري جنرل ،بزنس کونسل چئيرمين بورډ هم اجلاس کښي ګډون کوي ۔
ايس سي او اجلاس کښي په معيشت ، تجارت ، ماحوليات او سماجي و ثقافتي مرستو زياتولو خبرې کيږي ، د تنظيم کارکردګۍ جاج هم اخيستل کيږي ، ايس سي او سمټ کښي د تنظيم بجټ منظوري لپاره مهمو فيصلو امکان دے ۔
خارجه دفتر وائي چي اجلاس کښي به په معاشي چارو ، تجارت او رابطو زياتولو په اړه خبري کولے شي ، اجلاس کښي د غړو ملکونو مشرانو پاکستان ته راتګ د پاکستان لخوا اوچت کړي شوي ګامونو اعتماد څرګندوي ۔