پرتهـ کرکټ سټيډيم کښې لوبيدلې دريم او آخري ون ډے ميچ کښې پاکستان ټاس ګټلې وو او کپتان محمد رضوان پخپله اول د فيلډنګ فيصله کړې وه ۔
آسټريليا د ګټې لپاره پاکستان ته يوسل يو څلويښت رنز هدف ورکړې وو، د پاکستاني ټيم شاندار فاسټ باولنګ لوجې د آسټريليا ټول ټيم په دوه ديرشم اوور کښې يو سل څلويښت رنز باندې آؤټ شوې وو۔
شاهين آفريدي او نسيم شاه درې، درې وکټې ترلاسه کړي، حارث رؤف دوه او محمد حسنين يوه وکټ ترلاسه کړې وه ۔
پاکستان مطلوبه هدف په اووه ويشتم اوور کښې د دوه لوبغاړو په زيان پورا کړيدې، صائم ايوب دوه څلويښت او عبدالله شفيق اووه ديرش رنز جوړ کړيدې، کپتان محمد رضوان په ديرش رنز او بابر اعظم په اته ويشت رنز ناټ آؤت پاتې شويدي ۔
پاکستان دوه يشت کاله پس آسټريليا ته په هوم ګراؤنډ باندې ون ډے سيريز کښې شکست ورکړې او تاريخ ئې رقم کړېدې ۔
ميچ کښې دوه وکټې او سيريز کښې لس وکټې اخستو باندې حارث رؤف د ميچ او سيريز بهترين لوبغاړي ګرځولې شويدې ۔