اسلام آباد کښې د احتجاج اعلان سره د متحده اپوزيشن يعنې تحريک تحفظ آئين پاکستان سربراه محمود خان اچکزئي، سردار مينګل او نورو مشرانو سخت اختلافاتو لوجې د پي ټي آئي د احتجاج برخه جوړيدو نه انکار کړېدې ۔
ذرائعو وئيلي چې تحريک تحفظ آئين پاکستان مشرانو د پي ټي آئي احتجاج نه د لاتعلقۍ اظهار کړې،ذرائعو ترمخه دغه مشرانو موقف خپل کړې وو چې مشترکه او مشاورت سره دې يو لوئې احتجاج يعنې لانګ مارچ اوکړي شي، ولې پي ټي آئي مشرانو دوي باندې چرت نۀ دې خراب کړې چې لوجې ئې دغه مشرانو خپل ځان د احتجاجي سياست څخه لرې ساتلې دې ۔
ذرائعو ترمخه دوي وئيلي چې مشاورت سره او شريک احتجاج کولو سره به په حکومت دباؤ زيات شي او ميوه به ئې هم ميلاؤ شي ، ذرائعو ترمخه پي ټي آئي مشرانو د دوي دغه موقف تسليم کړې نۀ دې ۔
بلخوا د باني پي ټي آئي لخوا د اډياله جيل نه په څليريشتم نومبر د احتجاج اعلان باندې هم اچکزئي پشمول نور مشران اعتماد کېښ نۀ وو اخستې شوې چې لوجې ئې هغوي تحفظات څرګند کړېدي ۔
د متحده اپوزيشن لخوا د پي ټي آئي احتجاج کښې برخه نۀ اخستو لوجې د اپوزيشن جماعتونو ترمينځ فاصلې سيوا شوې چې لوجې ئې پي ټي آئي د پيښور نه يک يواځي احتجاج خو شروع کړي ولې د کاميابۍ ئې هيڅ امکان په نظر نۀ راځي ۔
ذرائعو وئيلي چې دوي دا موقف هم خپل کړې وو چې اول دې حکومت سره مذاکرات اوکړې شي، که مذاکرات کامياب نشو نو بيا دې لانګ مارچ لپاره شريک تيارې اوکړې شي ، ولې دې معامله کښې هم دمتحده اپوزيشن جماعتونه اعتماد کښې نۀ دي اخستې شوي ۔
ذرائع زياته کړې چې د پي ټي آئي دغه احتجاج لوجې باني چيئرمين خو د جيل څخه نشي راخلاصيدې ولې داسې بار بار پرتشدد احتجاجون سره به د باني او پارټۍ مشکلاتو کښې نوره هم اضافه کيږي ۔