آئى ايس پى آر طرف نه جاري شوي بيان کے وئيلي شوي چې نهمې مئي پېښو کښې ککړ د پاکستان تحريک انصاف نور شپيته ملزمانو ته فيلډ جنرل کورټ مارشل سزاګانې اورولې دي ۔
آئي ايس پي آر مطابق جناح هاؤس حمله کښې ککړ د باني پي ټي آئي خورئۍ حسان خان نيازي،پي ټي آئي رهنما عباد فاروق،بريګيډيئر ريټائرډ جاويد اکرم او ګروپ کيپټن ريټائرډ وقاص احمد هم شامل دې ۔
آئي ايس پي آر ترمخه دغه مجرمانو ته فيلډ جنرل کورټ مارشل سزا اورولې ده، مجرمانو ته دوه کالو نه تر لس کالو پورې سزاګانې اورولې شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق د نهمې مئي کيسونو کښې ککړ پي ټي آئي مجرمانو ته مختلف سرکاري او فوجي تنصيباتو باندې حملو باندې سزاګانې اورولې شويدي ۔
دغه مجرمان په جناح هاؤس، پي اے ايف بيس، راهوالي ګيټ ګوجرانواله،بنو کينټ، دير سکاؤټ هاؤس، فيصل آباد آئي ايس آئي آفس، اے آئي ايم ايچ راولپنډي، ملتان کينټ چيک پوسټ او ايف سي کينټ پيښورپشمول نورو تنصيباتوباندې حملو کښې ککړ وو ۔
آئي ايس پي آر مطابق ټول مجرمان سزا خلاف د اپيل او نور حقوق استعمالولې شي ۔
بنو کينټ حمله کښې ککړ رحيم الله او خالد نواز ته نهه نهه کاله قيد سزا اورولې شوېده،د پى اے ايف بيس ميانوالى حمله کښې ککړ محمد بلال ته څلور کاله قيد سزا او هيدکوارټر دير سکاوټس تميره ګره حمله کښې ککړ ملزم محمد سليمان ته هم څلور کاله قيد سزا اورولې شوېده ۔