د پنجاب وزيراعلیٰ بيان باندې ردعمل کښې وزيراعلیٰ سهيل آفريدي وئيلي چې مريم نواز درې صوبې د ترهه ګرۍ بنياد ګرځولي، مودي او بهارت ته ئې کلين چټ ورکړې، د مريم نواز بيان نه د ترهه ګرۍ خلاف د پاکستان عالمي موقف ته نقصان رسېدلې، سهيل آفريدي مطابق د صوبو خلاف متعصبانه رويه د پاکستان تقسيمولو سوچ عکاسي کوي ، سندهه کښې مونږ سره څۀ هم کيږي، هغه د بلاول حکومت کوي ۔
د سندھ ټنډو جام کښې کارکنانو ته خطاب کښې سهيل آفريدي اووئيل چې په اوويشتم ستمبر به تاريخي مارچ وي، بلاول بهټو دې اومني چې دلته څه هم کيږي، هغه د دوي حکومت کوي، سندهه کښې د ميلمانو هر کلے کول روايت دې، دلته چې څه کيږي هغه د سندهه روايت نه دې ۔
سهيل آفريدي اووئيل چې پنجاب وزيراعلیٰ مريم نواز درې صوبې د ترهه ګرې بنياد ګرځولې دې او مودي ته ئي کلين چټ ورکړېدې ۔
هغه اوئيل چې د مريم نواز بيان سره د پاکستان د ترهه ګرې خلاف عالمي موقف ته نقصان رسېدلې دې، د صوبو خلاف متعصبانه رويه د پاکستان تقسيمولو سوچ عکاس دې ۔
اطلاعات وزيرې عظمیٰ بخاري هم سهيل آفريدي ته جواب کښې وئيلي دي چې په نورو بيان بازې سره د خپلې کارکردګۍ کمزوريانې نۀ شي پټولې، پنجاب کښې قانون نافذ کونکو ادارو استعداد سيوا کولو باندې کار روان دې ۔
څرګنده دې وي چې پنجاب وزيراعلې مريم نواز په يو دستوره کښې وئيلي وو چې پنجاب ته د نورو صوبو نه د ترهه ګرۍ خطره ده ۔

