سپيکربابر سليم سواتي مشرۍ کښې دخيبرپښتونخوااسمبلۍ اجلاس شوې چې پکښې د باجوړ بمي چاودنې شهيدانو ايصال ثواب لپاره فاتحه خواني شويده
دصوبائي اسمبلۍ اجلاس کښې عزمِ استحکام آپريشن خلاف او يو شميرنور قراردادونو منظوري ورکړې شويده
آپريشن عزمِ استحکام خلاف منظور شوې قراردادپه متن کښې وئيلي شوي چې فوجي آپريشن د مسئلو حل نه دې،صوبائي حکومت په هيڅ صورت د آپريشن ملګرتيا نه کوي، او نه دې نه نتائج ترلاسه کيديشي اجلاس کښې د باني پي ټي آئي رهائۍ او هغه خلاف کيسونه ختمولو لپاره هم قرارداد درون اکثريت سره منظور شويدې
صوبائي اسمبلۍ کښې اليکشن کميشن آف پاکستان خلاف هم د قرارداد منظوري ورکړې شويده
دقرارداد متن ترمخه سپريم کورټ خپله فيصله کښې پي ټي آئي يو سياسي جماعت ګرځولې ده،عدالتي فيصلې نه پس پارټۍ پر زد کاروائي به د آئين آرټيکل نورلسم خلاف ورزي وي
قرارداد کښې د اليکشن کميشن نه د استعفیٰ ورکولو مطالبه هم شويده
د اسمبلۍ اجلاس کښې د بجلۍ لوډشيډنګ او في يونټ اضافې خلاف هم قراردادونه منظور شويدې
دغه قراردادونه وزيرقانون آفتاب عالم پيش کړي،کوم چې درون اکثريت سره منظور شويدي
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې د ايډهاک ججانو تعيناتۍ خلاف هم قرارداد منظور شويدې
صوبائي اسمبلۍ د افغان کډوالو لپاره قائم سکولونو کښې د استاذانو، د طلبا و طالباتو مسئلو او بعضې نورو قراردادونو منظوري هم ورکړې، او دوه بلونه هم غونډې ته وړاندې شويدي
د صوبائي اسمبلۍ اجلاس د نهې ورځ ماسپخين دوه بجو پورې ځنډولې شويدې