پنډۍ: اډياله جيل مخې ته احتجاج دوران د خيبر پښتونخوا بلدياتي نمائندګانو وئيلي چې زمونږ د احتجاج مقصد باني پي ټي آئي د صوبائي مقامي حکومتونو مسئلو نه خبرول دي ۔
دوي اووئيل چې خېبرپښتونخوا حکومت بلدياتي نمائندګانو ته تير درې کالو راهسې فنډز نۀ دي جاري کړي ،چې لوجې ئې زمونږ مشکلات نور سيوا شويدي ۔
مظاهرچيانو اووئيل چې صوبائي حکومت زمونږ اختيارات نيسلي او صوبه کښې په مقامي کچ د خلقو مسئلې حل کولو کښې سنجيده هم نۀ دې ۔
د مظاهرچيانو وينا وه چې د پي ټي آئي حکومت لخوا فنډز نۀ جاري کولو لوجې د صوبې ټول بلدياتي نمائندګان په سړکونو راتلو باندې مجبوره شويدي ، اوس مو صرف د اډياله جيل مخې ته مظاهره کړې، بيا به د پارليمان مخې ته احتجاج کولې شي ۔
اډياله جيل نه پس د خيبرپښتونخوا بلدياتي نمائندګانو د اسلام آباد ډې چوک کښې هم احتجاجي مظاهره کړې ده ۔