اسلام آباد: سپريم کورټ کښې د ملټري عدالتونو کښې سويلين ټرائل په اړه کيس سماعت لپاره مقرر کړې شوې او دې لړ کښې د سپريم کورټ کورټ نه کاز لسټ هم جاري شويدې ۔
جسټس امين الدين خان په مشرۍ کښې به اوو کيسزه آئيني بينچ په اوومې جنوري د کيس سماعت کوي، آئيني بينچ کښې جسټس جمال مندوخيل،جسټس محمد علي مظهر،جسټس حسن اظهر رضوي،جسټس مسرت هلالي،جسټس نعيم اختر افغان او جسټس شاهد بلال حسن شامل دي ۔
آئيني بينچ د بے درکه کسانو کيس هم سماعت لپاره مقرر کړې، د سپريم کورټ اوو کسيزه آئيني بينچ به په اتمې جنورې کيس اوري، طلبا تنظيمونو بنديز خلاف په درخواست به سپريم کورټ آئيني بينچ په لسمې جنورې سماعت کوي ۔
عام انتخاباتو کښې دهاندلۍ په اړه د باني پي ټي آئي آئيني درخوست هم سماعت لپاره مقرر کړې شوېدې ۔