د پیښور هائيکورټ جسټس اعجاز انور د الکوزي کورنۍ بے درکه شوي څلور وروڼو بازیابۍ لپاره دائر شوې درخواست باندې سماعت کړېدې ۔
د درخواستب ګزار وکيل عدالت ته وئيلي چې پوليس خپلې ډيوټۍ کښې ناکامه شوي،آئي جي خلاف دې کاروائي اوکړې شي ۔
سماعت په وخت د الکوزي کورنۍ څلور وروڼو بازيابۍ لپاره جوړ شوې مشترکه تحقيقاتي ټیم رپورټ پيس شوې، کوم چې عدالت مسترد کړېدې ۔
جسټس اعجاز انور خپل ريمارکس کښې وئيلي چې د الکوزي کورنۍ څلور واړۀ ورونړه د پوليس موجودګۍ کښې اغوا کړې شويدي ۔
جسټس اعجاز انور دا هم وئيلي چې سي سي ټي وي فوټيج کښې کوم ګاډي په نظر راځي، هغه د پوليس دي ۔
عدالت پولیس ته یو د دغه کسانو بازيابۍ لپاره د يوې هفتې مهلت ورکړيدې ۔
عدالت وئيلي که چرې يو هفته کښې دننه هغوي بازیاب نشو نو وزیر اعلی به طلب کولې شي ۔
عدالت د مقدمې سماعت تر نورلسم اګست پورې ځنډولې دې ۔