پاکستان کښې راتلونکي کال دوران شيډول د چيمپينز ټرافۍ ايونټ کښې شرکت نه انکار باندې انټرنيشنل کرکټ کونسل د بهارتي کرکټ بورډ نه تحريري جواب غوښتيې دې ۔
د کرکټ کونسل قوانين مطابق بهارت ته به اوس کلک شواهد ورکول وي، چې انډېن ټيم ولې چيمپيئنز ټرافي کښې شرکت لپاره د پاکستان دورې نه انکار کړېدې ۔
ذرائعو وئيلي چې آئي سي سي به د بهارتي کرکټ بورډ د پاکستان راتلو نه د انکار د معاملې جائزه اخلي او بيا به حتمي فيصله کوي ۔
که چرې بهارتي ثبوتونو قابل قبول نۀ وو نو بيا به آئي سي سي بهارت باندې دباؤ اچوي چې چيمپينئز ټرافي کښې شرکت لپاره پاکستان ته لازمي لاړ شي ۔
ذرائعو ترمخه بل صورت کښې به بيا آئي سي سي چيمپيئنز ټرافي لپاره د بهارت نه بغير د بل يو ټيم انتظام کوي او دغه ټيم به پاکستان کښې شيډول اهم ايونټ کښې شرکت لپاره پاکستان ته راځي ۔
ذرائعو وئيلي که چرې بهارتي ټيم پاکستان ته نۀ راځي نو دې سره به آئي سي سي ته د پنځوس کروړ ډالر مالي زيان کيږي او دې نقصان کښې نوره هم اضافه متوقع ده ۔
دې ترڅنګ بهارتي کرکټ بورډ ته به لس کروړ ډالر نه زيات مالي نقصان کيږې ، او د پاکستان کرکټ بورډ به هم لوئې مالي زيان اوشي ۔