پېښور – پېښور هایکورټ کې د ۱۳ لادرکه کسانو د مقدمو اورېدنه وشوه، چې د چیف جسټس اشتیاق ابراهیم په مشرۍ ترسره شوه. د اورېدنې په مهال ایډیشنل ایډوکیټ جنرل انعام یوسفزۍ او ډپټي اټارني جنرل عبید الله انور هم حاضر شول.
د اورېدنې په مهال عدالت ته د ۱۳ مقدمو څخه د ۳ کسانو راپورونه وړاندې شول، خو د پاتې ۱۰ کسانو د رپورټونو غوښتنه وشوه. ایډیشنل ایډوکیټ جنرل عدالت ته وویل چې د لادرکه کس، وسیم الله ګرفتاري د مردان مرکزي زندان کې ثبت شوې، په داسې حال کې چې د محمد سلیم ګرفتاري د اډیاله زندان کې ښودل شوې ده.
په دې مهال چیف جسټس اشتیاق ابراهیم په طنزي انداز کې تبصره وکړه: “اډیاله خو ډېره مهمه ځای دے!” او زیاته یې کړه، “دا شکر وباسئ چې د نیولو معلومات خو ښکاره شوي دي.”
ډپټي اټارني جنرل عدالت ته وویل چې د محمد حسین راپور راغلی، خو نوموړی د هیڅ ادارې سره نه دی. چیف جسټس وویل که د محمد حسین د کورنۍ غړي غواړي د چا په ضد ایف آی آر درج کړي، نو کولی شي.
عدالت د پاتې ۱۰ مقدمو د رپورټونو غوښتنه د ایډوکیټ جنرل او اټارني جنرل له دفترونو څخه وکړه او اورېدنه یې وځنډوله.