دخېبر پښتونخوا داطلاعاتو مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف وئيلي دي چې د ضلع کرم مسئله هوارولو لپاره کوهاټ کښې لويه جرګه نن کيږي ۔
خپل يو بيان کښې د اطلاعاتو صوبائي مشير اووئيل چې ضلع کرم کښي به د وسلي راټولولو سره مکمل امن راشي دواړه ډلي يو بل سره دجنګ بندۍ په لوظنامه متفق شوې دي ۔
بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف اووئيل چې ضلع کرم کښې روانه شخړه ډيره پخوانۍ ده خو ددغه مسئلې هوارولو لپاره د زړۀ نه کوششونه نۀ دي شوي او اوس دخېبر پښتونخوا حکومت د دغه مسئلي پرامنه حل کولو لپاره کوششونه کوي او داچې د وسلې ختمولو سره به سيمه کښې د امن فضا قائمه شي ۔
بيرسټر سيف زياته کړې چې د دواړو ډلو تر مينځ نن په لويه جرګه کښې د دوه اړخيزه لوظنامې قوي امکان هم دے ځکه چې د اپيکس کميټۍ د فيصلې نه پس به سيمه هميشه هميشه دپاره جنګونو ختم شي ۔