د حکومت او جماعت اسلامي کميټيانو ترمينځ د پنډۍ کمشنر هاؤس کښې د مذاکراتو اولنې دور ختم شويدې
حکومتي مذاکراتي ټيم مشري د اطلاعاتو وفاقي وزيرعطا الله تارړ کړې ،دغه کميټۍ کښې امير مقام او طارق فضل چودهري هم شامل وو، ولې د جماعت اسلامي څلور کسيزه مذاکراتي کميټئ مشري لياقت بلوچ کړېده
د مذاکراتو اولني دور نه پس ميډيا سره خبرو کښې د جماعت اسلامي مذاکراتي کميټۍ مشر لياقت بلوچ وئيلي دي چې مذاکراتو سره سره به دهرنا هم جاري وي
لياقت بلوچ اووئيل چې حکومتي ټيم مذاکراتو لپاره د دهرنې ځائې ته راغلې وو، او د جماعت امير مذاکراتو لپاره د حکومت وړاندې قبول کړېدې
لياقت بلوچ مطابق د مذاکراتو اولنې دور ښه ماحول کښې مکمل شويدې، حکومت زمونږ مطالباتو حل لپاره د ټيکنيکل کميټۍ يقين دهاني کړېده،مونږ خپلې ټولې غوښتنې د حکومت مخې ته ايښودې دي
لياقت بلوچ اووئيل چې مونږ خپل ټولو مطالباتو نه حکومتي ټيم خبر کړېدې، صبا به د مذاکراتو دوئم دور کيږې، او تر هغې به دهرنا جاري وي
مذاکراتو نه پس ميډيا سره خبرو کښې د حکومتي کميټۍ مشر عطا تارړ د جماعت اسلامي نيولې شوي ټول کارکنانو خوشې کيدو اعلان کړې او وئيلي دي چې کوم حالاتو کښې مونږ له حکومت ميلاؤ شوې، داسې حالاتو کښې حکومت سنبهالول آسان نه وو
وفاقي وزير اووئيل چې مونږ حکومتي اخراجاتو کښې د کمي کوششونه کوؤ