د سوات تحصيل کبل په ديولئي سيمه کښي د يو کور نه څلور مړي برآمد کړي شوي دي، پوليس وائي چي ملزم خپله ښځه او دري لورياني د غيرت په نامه وژلي دي، او بيا مسقط اومان ته تختيدلې دې ۔ مړي پوسټ مارټم له پاره اسپتال ته منتقل کړي شوي
د پوليسو د وينا ترمخه ديولئي سيمه ګولډ کښي هغوي ته اطلاع ميلاؤ شوه، چي دلته يو کور کښي مور او دري لورياني چا وژلي دي،پوليس موقعي ته ورغلي او د ريسکيو په مدد سره ئي دغه مړي خپل تحويل کښي اغستي او پوسټ مارټم له پاره ئي اسپتال ته منتقل کړي ۔ پوليس وائي چي مړي تر دري نه څلور ورځو پوري دي کور کښي پراته وو، مقامي خلک او خپل خپلوان چي ئي کله شکمن شو نو هغوي پوليسو له اطلاع ورکړه ۔ د پوليسو د وينا ترمخه ملزم سردار علي د مسقط اومان نه خپلووانو ته کال کړي او وئيلي دي چي خپله ښځه او لورياني ما وژلي دي، پوليس وائي چي ابتدائي رپورټ درج کړي شوي او د پيښي تحقيقات روان دي ۔ په مړو کښي پنځه ديرش کلنه حسن پري ، نولس کلنه سائله ، شپاړلس کلنه صائمه او ديارلس کلنه ثانيه شاملي
دي