د خېبر پښتونخوا مختلفو برخو او شمال مشرقي بلوچستان پشمول د ملک ځينو علاقو کښې د نور باران امکان څرګند شوې، پي ډي ايم اے خېبر پښتونخوا لپاره نوې الرټ جاري کړې ، اووۀ ويشتمي جولائۍ پورې د تيز باران له امله هنګامي صورتحال انديښنه ده ، برنۍ علاقو کښي لينډ سلائيډنګ هم کيدې شي ۔
موسمياتو محکمي رپورټ ترمخه راتلونکي څليريشت ګهنټو دوران خېبر پښتونخوا ، شمال مشرقي بلوچستان ، جنوبي پنجاب ، شمال مشرقي سندھ ، اسلام آباد ، کشمير او ګلګت بلتستان ځينو ځائيونو کښې د باران پيش ګوئي شوې ده ۔
پي ډي ايم اے خېبر پښتونخوا کښې د اووۀ ويشتمې جولائۍ پورې د موسم صورتحال الرټ جاري کړے ، د باران لوجې څه قسمه هنګامي صورتحال لپاره متعقله ادارو ته د چمتو اوسيدو هدايات هم شوي ۔
پي ډي ايم اے وئيلي دي د خيبر پښتونخوا په بالائي ضلعو چترال، دیر، سوات، شانګله، بټګرام، مانسهرہ او ایبټ آباد کښې د لینډ سلائډنګ او حساس علاقو په مقامي خوړونو او برساتي نالو کښې د فلیش فلډ امکان دې ۔
پی ډي ايم اے خپل رپورټ کښې ضلعي انتظامیو ته حساس سيمو کښې د وړاندې څخه د حفاظتي اقدامات پورته کولو هدايت کړې دې ۔
پي ډي ايم اے په سيلګرو هم غږ کړې چې د غير ضروري سفر څخه دې ډډه اوکړي او کروندګرو ته ئې هدايت کړې چې د خپلو څاروؤ حفاظت دې يقيني کړي ۔

