اډياله جيل کښې خبريالانو سره غير رسمي خبرو دوران پي ټي آئي باني وئيلي دي چې پخواني آئي ايس آئي چيف فيض حميدد پاکستان قيمتي اثاثه وه کومه چې ضائع کړې شوې ده ۔
پي ټي آئي باني وئيلي چې د فيض حميد ګرفتاري د پوځ کورنې معامله ده ۔
هغه اووئيل که پاک فوج د فيض حميد احتساب کوي نو پکار ده چې د ټولو يو شان احتساب اوشي ۔
پي ټي آئي باني وينا ترمخه د فيض حميد لرې کولو په معامله ئې جنرل باجوه سره د سختو جملو تبادله هم شوي وه
د پي ټي آئي باني وينا وه چې زما فيض سره هيڅ تعلق نشته، دا د فوج خپله مسئله ده ۔
د پي ټي آئي باني چيئرمېن مطابق خواجه آصف وئيلي دي چې جنرل فيض د نهم مئي پېښې سره نېغ په نېغه تعلق لري، که چرې د نهم مئ پېښې جنرل فيض کړې وې نو ښه خبره ده چې احتساب ئې اوکړې شي ۔