کرمه کښې نن په پنځمه ورځ هم حالاتو کښې مکمل قلارے رانغلو ، د شپې راهسې د کرمي ځينو ځايونو نه د فريقينو ترمينځ د انښتو رپورټونه ترلاسه شوي چې پکښې د مرګ ژوبلې انديښنه ښودلې کيږي ۔
مقامي انتظامي چارواکو خېبر نيوز ته وئيلي چې جهګړې شدت کافي حده پورې کم شوې او حالات د معمول په لور روان دي ۔ بلخوا کرمه کښې پنځه ورځو راهسې جاري جهګړو له امله امروزه ژوند سخت متاثره شوې دې ۔
سيمه کښې لوئې لارې بندې دي ، تعليمي ادارې يوې هفتي پورې بند ساتلے شوي ،لرې پرتو سيمو کښې د خوراکي څيزونو او دوايانو کمې پيدا شوې او د ځائې خلقو لا هم مشکلاتو سره مخ دې ۔
د خيبر پښتونخوا مشير اطلاعات بيرسټر سيف تيره ورځ وئيلي وو چي د فريقينو ترمينځه په عارضي ډز بندي اتفاق شوے ، دواړو فريقينو په اوو ورځې جنګ بندۍ ، يو بل بنديوانو او مړو واپسي باندې صلاح شوي ۔