د خېبر پختونخوا داخله محکمې وئيلي دي چې پاکستان نه د غير قانوني ميشته غير ملکيانو واپسې سلسله جاري ده، په مجموعي توګه د طورخم د لارې دوه لکه شپاړس زره درې اتيه افغان کډوال واپس افغانستان ته ليږلې شوي، تيره ورځ هم څلور سوه پينځويشت کورنې واپس افغانستان ته تلې دي، افغانستان ته واپس تلونکو کښې څلور سوه يوؤلس نرينه، څلور سوه اته څلويښت زنانه او اته سوه ديارلس ماشومان شامل دي.
د خېبر پختونخوا داخله محکمې ترمخه پاکستان نه د غير قانوني ميشته غير ملکيانو واپسې سلسله جاري ده، په مجموعي توګه د طورخم د لارې دوه لکه شپاړس زره درې اتيه افغان کډوال واپس افغانستان ته ليږلې شويدي
رپورټ کښې وائي چې تر دې دمه اتلس زره پينځه سوه دوه نوي خاندانونه کښې شپيته زره اوو سوه درې اتيه نرينه، اووڅلويښت زره اوو سوه اتويشت زنانه او يو لک اوو زره پينځه سوه دوه اوويه ماشومان واپس افغانستان ته تلي دي
رپورټ مطابق تيره ورځ هم د خېبر پختونخوا نه څلور سوه پينځويشت کورنې واپس افغانستان ته تلې دي، افغانستان ته واپس تلونکو کښې څلور سوه يوؤلس نرينه، څلور سوه اته څلويښت زنانه او اته سوه ديارلس ماشومان شامل دي.