اسلام آباد هائيکورټ کښي د باني پي ټي آئي سره په اډياله جيل کښې ملاقاتونو باندې بنديز په حواله د فيصل چودهري په دخواست سماعت شويدې ۔
د اسلام آباد هائيکورټ جج جسټس سردار اسحاق د توهين درخواست باندې سماعت کړېدې ،په دې موقع د درخواست ګزار وکيل او ايډېشنل اټارني جنرل عدالت ته وړاندې شويدي ۔
سماعت پر مهال عدالت حکم کړې چې عمران خان دې نن مازيګر درې بجې عدالت ته وړاندې کړې شي ۔
سماعت دوران عدالت د اډياله جيل چارواکو ته وئيلي چې عمران خان دې لازمي نن عدالت کښې وړاندې کړې، که چرې پيش نۀ کړې شو نو بيا به عدالت کښي وجوهات بيانول وي چې ولې هغه نۀ دې پيش کړې شوې ۔
د عدالت وينا وه چې آيا يو حکومتي نوټي فکيشن باندې د انصاف د فراهمۍ عمل اودريدې شي ،عدالتي حکم باوجود عمران خان سره په ملاقاتونو پابندي توهين عدالت زمره کښې راځي ۔
جسټس سردار اسحاق اووئيل چې چا هم دا نوټي فکيشن جاري کړې ،هغه هم د عدالت د حکم سپکاوې کړېدې،دې لړ کښې دې داخله وزارت په ډاګه کړي چې آيا واقعي سيکيورټي وجوهات وو چې ملاقاتونو باندې بنديز لګولې شوې ۔
عدالت د اډياله جيل چارواکو ته هم هدايت کړې که چرې عمران خان نن عدالت ته وړاندې نۀ کړې شو نو بيا به عدالت مطمئن کول وي ۔