کالعدم ټي ټي پي امير نور ولي محسود او حمد حسين عرف غټ حاجي فون کال معامله ، سيکيورټي ذرائعو مطابق د فون کال فارنزک ټيسټ مثبت راغلے ، د نور ولي محسود او احمد حسين غټ حاجي د آوازونو تصديق شوے ، په دي لړ کښي باقاعده توګه قانوني کاروائي شروع شوي
د سيکيورټي ذرائعو مطابق لږه موده وړاندي فون کال په ذريعه نور ولي محسود لخوا غټ حاجي ته په سرکاري املاکو او په اسکولونو د حملوهدايات ورکړے شوي ، ددي پس شمالي وزيرستان د جينکو اسکول بم سره الوزولے شوے وو ، ټانګ کښي يو سپين روبۍ استاد ميراجان قتل کړے شوے وو ۔
سيکيورټي ذرائعي زياتوي چي اوس فارانزک رپورټ کښي په باقاعده توګه ددغي فون کال تصديق شوے او حکومت په دي اړه قانوني کاروائي شروع کړي ۔
سيکيورټي زرائعو ترمخه ترهه ګري کښي ککړ ترهه ګر به چري هم معاف نکړے شي ، او د معصومه خلکو وينو تويدو اجازت به په يو قيمت هم ورنکړے شي