دوئم ون ډے ميچ کښې آسټريليا ګټي لپاره پاکستان ته د دوه سوه، دوه ديرش رنز هدف ورکړېدې، ميلمه ټيم لخوا کيمرون ګرين ټولو نه زيات دري پنځوس رنز جوړ کړي، د پاکستان کپتان شاهين شاه آفريدي شاندار بولنګ کړې او درې وکټې ئې په خپل نوم کړېدې ، د مقرره هدف په تعاقب کښې دا مهال د پاکستان بېټنګ جاري دې ۔
د لاهور قذافي سټيډيم کښې جاري دوئم ون ډے ميچ کښې پاکستان ټاس ګټلو نه پس پخپله د فيلډنګ فيصله کړې وه او ميلمه ټيم ته ئې اول د بېټنګ کولو بلنه ورکړې وه ۔
آسټريليا مقرره اوورز کښې نهه وکټو په زيان دوه سوه، يو ديرش رنز جوړ کړي، چې پکښې ټولو نه زيان کيمرون ګرين دري پنځوس، جوش انګلس يو پنځوس او مېټ رِن شا دري څلويښت رنز جوړ کړيدي ۔
پاکستان طرف نه کپتان شاهين شاه آفريدي درې، حارث رؤف، عرفات منهاس او ابرار احمد دوه ، دوه وکټې په خپل نوم کړېدي ۔
د دوه سوه، دوه ديرش رنز هدف په تعاقب کښې دا مهال د قامي ټيم بيټنګ جاري دې ۔
دې نه وړاندې پنډۍ سټيډيم کښې لوبيدلې اولني ميچ کښې پاکستان په پنځه وکټو آسټريليا ته شکست ورکړې وو
ګټې سره پاکستان ته سيريز کښې يو صفر سره برتري ترلاسه کړيده ۔

