د اسلام آباد ډسټرکټ اينډ سيش جج عدالت د علي امين ګنډاپور خلاف د آډيو ليکس کيس سماعت کړېدې ۔
د اسلام آباد ډسټرکټ سيشن جج د خېبر پښتونخوا د وزیراعلیٰ علي امين ګنډا پور ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري برقرار ساتلي ده ۔
د ډسټرکټ اينډ سيشن اسلام آباد جج عبدالغفور کاکړ د دې مقدمې سماعت کړې وو ولې ګنډا پور يا د هغه وکيل عدالت ته نه وو پيش شوې،عدالت په دې مقدمه کښې شريک ملزم اسد فاروق د ګرفتارۍ وارنټ منسوخ کړېدې ۔
عدالت د علي امين ګنډاپور خلاف آډيو ليکس کيس سماعت د پينځه ويشتمې جنورۍ پورې ملتوي کړېدې ۔