د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي دي. شاهي ماڼۍ ته په رسېدو يې تود هرکلى وشو.
د آئي ايس پي آر له مخې ملاقات كښې په سيمه ايز امن، دفاعي او امنيتي مرستې خبرې وشوې او د دوه اړخيزه اړيكو د زياتولو په تګلاره پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو خبرې وشوې۔ د آئي ايس پي آر ترمخه آرمي چيف د سعودي ولي عهد مننه اوکړه چې د پاکستان سره په دوامداره توګه مرسته کوي او سيمه کښې امن او استحکام لپاره د سعودي ولي عهد د کردار ستائنه کوي۔
د آئي ايس پي آر ترمخه آرمي چيف د سعودي عرب د دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان سره هم وليدل په کوم کښې چې هغه د دفاع او سلامتي په شعبو کښې د همکارۍ د لا زياتولو عزم څرګند کړ۔
آرمي چيف د سعودي اسسټنټ وزير دفاع انجينئر طلال عبدالله العتيبي، د رائل سعودي آرمډ فورسز چيف آف جنرل سټاف ايئر چيف مارشل فياض بن حميد او د رائل سعودي فورسز مشر ليفټننټ جنرل فهد بن سعود سره هم وليدل۔