چيف آف آرمي سټاف جنرل عاصم منير د اقوام متحده سيکريټري جنرل انتونيو ګوتريس سره ملاقات کړے، آئي ايس پي آر مطابق ملاقات کښې مسئله کشمير او غزه صورتحال په اړه خبرې اترې شويدي.
آئي ايس پي آر وائي چې آرمي چيف نيويارک کښې د اقوام متحده دوره کړے، په دې موقع آرمي چيف وئيلي چې مسئله کشمير د سلامتي کونسل قراردادو او د کشمير خلقو خواهش مطابق حل کيدل پکار دي، د بهارت يکطرفه او غيرقانوني کوشش د سلامتي کونسل قراردادو خلاف ورزي ده آئي ايس پي آر مطابق آرمي چيف غزه کښې دفلسطينيانو حالت زار باندې ژور تشويش اظهار کړې دې بلخوا د جنرل عاصم منير يو اين هيډ کوارټر ته راتلو باندې انتونيو ګوتريس د هغه شکريه هم ادا کړې