ريسکيو ون ون ټو ټو وئيلي چې د جنوبي وزيرستان په صدر مقام وانا کښې د پوليسو په موبائل چاودنه شوي ،چې پکښې يوولس کسان ژوبل شوي دي ۔
هسپتال انتظاميې مطابق ژوبل کسانو کښې پوليس اهلکاران هم شامل دي ۔
ريسکيو مطابق رستم بازار کريکوټ روډ باندې شوې بمي چاودنه کښې د پوليسو وين په نښۀ کړې شويدې ۔
پوليس وئيلي چې چاودنه کښې ژوبل شوي کسان علاج لپاره سپتال ته رسولې شويدي ۔
د هسپتال ايم ايس مطابق چاودنې لوجې ژوبل شوي کسانو کښې عام وګړي او پوليس اهلکار شامل دي ۔
ياده دې وي چې تيره ورځ هم کريکوټ بازار کښې د قبائلي مشر په ګاډې بمي چاودنه شوې وه، چې پکښې قبائلي مشر پشمول دوه کسان ژوبل شوي وو او د هغه ځوئې پحق رسيدلې وو ۔