داخله وزير محسن نقوي واضحه کړې چې د نظام ري سيټ کولو په حواله په خپل بيان کلک ولاړ يم، انتظاميي يونټ به جوړيږي،نۀ يو کس، نۀ يوه سياسي ډله او نۀ يو نمائنده دا معامله اودرولې شي، محسن نقوي مطابق چې نوې ضلعې جوړيدې شي، نو صوبې ولې نشي جوړيدې،زما څوکۍ کۀ وي او کنه، د نوؤ صوبو مطالبې نه به په شا نۀ شم، او دا چې تر ټولو لوئې د اسلام آباد صوبې حمايت کوؤم ۔
لاهور کښې قومي پاليسي مکالمه په عنوان دستورې ته خپله وينا کښې داخله وزير محسن نقوي وئيلي دي چې تر ټولو لوئې د اسلام آباد صوبې حمايت کوؤم ۔
وفاقي وزير اووئيل چې د دې عمل فيصله د عوام په مرضۍ سره آئيني طريقے سره پکار ده، نظام کښې بهتري او ښۀ ډيليوري سره به د اولس مسائل حل کيږي ۔
محسن نقوي اووئيل چې دا به کتل وه چې د نظام د ري سيټ کولو خبرې مقصد څه دې، هر کس د خپلې خوښې تشريح کړې ۔
هغه اووئيل چې زمونږ مقصد يو سياسي جامعت ته نقصان ورکول نا، بلکه نظام کښې موجود خامۍ لرې کول او د ملک او قام مسئلې حل کول دي ۔

