لاړکانه کښې ميډيا سره خبرو کښې د جميعت علما اسلام امير مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې نن ملک کښې کوم حالات جوړ شوي ، دا ټول د اتمې فرورۍ عام انتخاباتو لوجې دي،د دې ټولو مسئلو بنيادي وجه د مينډيټ غلا ده، اليکشن د آئين مطابق کول لازي دي ۔
مولانا فضل الرحمان اووئيل چې پاکستان کښې د سنجيده حکومت ضرورت دې ،ټولو سياسي جماعتونو ته د احتجاج کولو حق آئين ورکړې، ولې د تشدد اجازت نيشته ۔
هغه زياته کړې چې چې حکومت وائي يو کس به جيل کښې وي ، او سياسي جماعت وائي چې دغه کس به خوشې کولې ، نو بيا به ملک کښې اړې ګړې خوريږي ۔
مولانا فضل الرحمان مخکښې اووئيل چې د ټولو مسئلو حل خبرو اترو او مذاکراتو کښې موجود دې ،چې د لچک مظاهره نۀ کيږي نو بيا به حالات د قابو نه بهر کيږي او بيا به ئې هيچا سره هيڅ حل نۀ وي
امير جے يو آئي دا هم اووئيل چې کارکنان د پارټۍ قيادت سره مخلص وي ،او کارکنانو ته سمه لار ښودل د ليډر شپ کوالټي وي ۔