پيښور کښې وزيراعلی هاوس کښې د علي امين ګنډاپور مشرۍ کښې ګرينډ جرګه شوې چې پکښې د صوبائي حکومت اراکينو ،ګورنر فيصل کريم کنډي ،وفاقي وزير داخله محسن نقوي، وزير سيفران امير مقام او نورو متعلقه مشرانو ګډون کړېدې ۔
ګرينډ جرګه کښې په مشترکه توګه فيصله شوې چې د خيبرپښتونخوا وزيراعلی به پښتون تحفظ موومنټ سره مذاکرات کوي، او دې لړ کښې وفاقي حکومت علي امين ګنډاپور ته اختيار هم ورکړېدې ۔
ګرينډ جرګه کښې د پي ټي آئي مشرانو،د عوامي نيشنل پارټي، پيپلز پارټۍ، قومي وطن پارټۍ، جماعت اسلامي او نورو سياسي جماعتونو مشرانو هم ګنړ شمير خښې ګډون کړېدې ۔
د جرګې نه پس جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې خيبرپښتونخواق اسمبلۍ پشمول د ګيرنډ جرګې ګډون والو ټولو سياسي جامعتونو مشرانو وزيراعلی علي امين ګنډاپور ته پي ټي ايم سره د مذاکراتو لپاره د جرګې کولو مکمل اختيار ورکړېدې ۔
اعلاميې مطابق پي ټي ايم معاملې حل لپاره د مشاورت او تګ لارې حکمت عملۍ باندې به ډير زر کار شروع کولې شي، او دې لړ کښې وزيراعلی پي ټي ايم سره د جرګې او مذاکراتو کولو ته غاړه هم ايښودې ده ۔
ګرينډ جرګې ته خپله وينا کښې وزيراعلی علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې د ټولو مسئلو حل په مذاکراتو او جرګې کولو کښې دې، د تشدد او نښتو سره يو مسئله هم نۀ حل کيږي ۔
ګرينډ جرګي ته خپله وينا کښې ګونر خېبر پښتونخو افيصل کريم کنډي اووئيل چې زمونږ اولنۍ ترجيح د صوبې امن و امان بحالول دي، د ګورنر هاؤس او صوبائي حکومت ترمينځ اختلافات موجود دي ولې ترجيحات زمونږ د صوبې امن او خوشحالي ده ۔
ګورنر اووئيل چې د ګرينډ جرګې په انعقاد د صوبائي حکومت شکريه ادا کوم او دې لړ کښې د وزير داخله او وزير سيفران هم مشکور يم ۔
ګورنر اووئيل چې جنګ د يوې مسئلې حل هم نۀ دې، د افغانستان مسئله هم د مذاکراتو د لارې حل کړې شويده ،بائد مونږ هم خپلې ټولې مسئلې د مذاکراتو او جرګے د لارې حل کرو ۔