اسلام آباد: يو نجي ټي وي سره مرکه کښې وزير دفاع خواجه آصف انکشاف کړېدے چې د پي ډي ايم دور حکومت کښې چې کله هغه د کابل په دوره وو نو افغان حکومت کالعدم ټي ټي پي په افغانستان کښې آبادولو لپاره د هغه نه د لس ارب روپو مطالبه کړې وه خو ترهه ګر ډلې بيا پاکستان ته واپس راتلو په حواله افغان حکومت څه قسمه ګارنټي ورکولو نه ډډه کړې وه ۔
خواجه آصف اووئيل چې ټولو ګاونډي ملکونو سره ښه تعلقات غواړو خو د بدقسمتۍ نه د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعماليږي کوم چې د دواړو ملکونو اړيکې هم خرابوي ۔
دفاع وزير خواجه آصف اووئيل چې پي ډي ايم حکومت جوړيدو نه پس د افغانستان په دوره تلے ووم، افغان دفاع وزير ملا يعقوب او نور قيادت سره ملاقاتونه شوي وو ،هغوي ته په ډاګه شوې وه که د افغانستان خاورې نه ترهه ګر قابو نشو ، نو په کاروائۍ به مجبوره شو ، هيڅ قسمه ګيله به بيا نه کوې ۔
خواجه آصف زياته کړي چي دي په ځواب کښي رانه د افغانستان دفاع وزير ملا يعقوب خپل هيواد کښې د ټي ټي پي ترهه ګرو آبادلو لپاره لس اربه روپے غوښتي وې ، ولې ما ورته وئيلي وو چې د ټي ټي پي پاکستان ته د نۀ راتلو ګارنټي غواړم ، په دې ملا يعقوب خاموشه شوې وو ۔
خواجه آصف مخکښې وئيلي چې ټولو ګاونډي ملکونو سره ښه تعلقات غواړو خو د بدقسمتۍ نه د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعماليږي کوم چې د دواړو ملکونو اړيکې هم خرابوي ۔