د خيبرپختونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور پېښور کې د تقريب دوران زده کوؤنکيو ته د طالب علمۍ د دور قيصه کوله چې په ګورنمنټ کالج لاهور کې تقريباً د دوه سوه زده کوؤنکيو ترمينځ جګړه اوشوه خو واحد علي امين ګنډاپور يې د کالج نه اوويستو،
په خپلو خبرو کې نوموړي زياته کړه چې د هغه ځائ نه پس نيشنل کالج اف آرټس کې ئې داخله واخسته خو يو کال پس ئې د هغه ځائې نه هم اوويستو چې ته ماحول خرابوے، وزيراعلې د دے خبرے پخلې هم وکړو چې “واقعي ئې ماحول خرابولو”۔
په دے خبره مبصرين په سوشل ميډيا خوندور بحثونه کوي چې وزيراعلې د دے خبرو کولو نه څه ثابتول غواړي؟
خو وزيراعلې دا خبره په داسې انداز کې کړې چې د طالب علمۍ په دور کې هر قسمه حالات راځي خو د هغې مقابله کول پکار وي او د خپلو غلطو نه زدکړه پکار ده۔