د ایوب ټیچنګ هسپتال ایبټ آباد د ایم آر آئی مشين سکینډل تحقیقاتي رپورټ جاري کړې شوې چې پکښې سنګین نوعیت کرپشن مخې ته راغلې دې ۔
تحقیقاتي رپورټ کښې انکشاف شوې چې د هسپتال پروکیورمنټ په ریکارډ کښې د ایم آر آئي مشين د اخیستو ریکارډ موجود نه دې ۔
رپورټ کښې وئیلي شوي چی ایم آر آئي مشين په اته څلویښت کروړه روپې اخیستې شوې او د دې لپاره دوه دیرش کروړه روپې بولي ورکړې شوې وه، او کمه بولي ورکونکې نظر انداز کړې شوې وو ۔
په رپورټ کښې وئیلي شوي چې ایم آر آئی مشين عملې ته تربیت نه وو ورکړې شوې ناتجربه کارې عملې ته مشين سپارلې شوې او د هغوي په لاس مشین آپریټ کړې شوې وو ۔
انکوائري رپورټ کښې معامله نیب ته دسپارلو سفارش شوې په سوشل میډیا باندې خبرونو ګردش کولو چې ایم آر آئي مشين پټ کړی شوې دې ۔
بلخوا د دې معاملې انتظامیه تردید کړې او دا ټول تورونه ئې رد کړېدي ۔