تير مالي کال دوران ملکي برآمدات کښې اضافه ريکارډ شوي، ملکي برآمدات لس اعشاريه پنځه څلور فيصد اضافے سره ديرش ارب، اوويا کروړه ډالر ته رسيدلي،ولي تير کال د برآمدات حجم اوويشت ارب او دوه اوويا کروړه ډالر ريکارډ شوي وو، بلخوا ايکسپوټرز ايسوسي ايشن خبردارے ورکړے ،چي د نوي مالي کال بجټ کښې ټيکسونو لګولو سره برآمدات باندي منفي اثرات پريوتے شي
مالي کال دوه زره درويشتم ، څلريشتم دوران پاکستاني برآمدات کښې لس اعشاريه پنحه څلور فيصده اضافه شوي، چي ورستو ئي ملکي برآمدات ديرش ارب ، اوويا کروړه ډالر ته رسيدلي دي،
صرف جون مياشت کښي د برآمداتو حجم کښې اووه اعشاريه دري څلور فيصد اضافه شوي، د کوم سره چي برامدات کښې دوه ارب ، دري پنځوس کروړه ډالر سيوا والے راغلے ، ولي تير کال جون
کښې دغه حجم دوه ارب، پنځه ديرش کروړه ډالر ريکارډ شوي وو،
ملکي تاريخ کښې کال دوه زره يوويشتم، دويشتم دوران برامدات بلندترين سطح يعني يو ديرش ارب ، اته اوويا کروړه ډالر ته رسيدلي وو ،
بلخوا ايکسپوټرز ايسوسي ايشن حکومت ته خبردارے ورکړے چي بجټ دوه زره څلريشتم ، پنحه ويشتم کښې د ټيکس اقدامات به منفي نتيجے مخي ته راځي، د کوم سره چي د برآمدات کميدو خدشه ده