چیف کيپټل پوليس افيسر قاسم علي خان وئيلي چي لوئے اختر او محرم کښي به په غير قانوني توګه ميشته افغانانو پيښور ته په راتلو بنديز وي، چي مقصد يي ښار کښي په خاص موقع امنيت ټينګ ساتل دي.
خپلو خبرو کښی سی سی پي او پيښور قاسم علي خان وينا وه چي پرامنه مذهبي تهوارونه يقيني کولو لپاره يي د حساس ځايونو او ، عيد ګاه او لويو جماعتونو سيکورټي دوباره جائزه اغستي او په خاصه توګه په غير قانوني توګه ميشته افغانانو به په دي ورځو کښي پيښور ته په راتګ بنديز وي سی سی پي او پيښور ويلي چي موجوده وخت د سټريت کرايم مخ نيوي لپاره خصوصی ټيمونه جوړ کړي شوي، او د اختر په ورځو کښي به د څه قسمه بدي پيښي مخ نيوي لپاره خصوصی اقدامات کولي شي