غزه کښې د اسرائيلي فوځ حملې په څلويښتمه ورځ هم جاري دي،اسرائيلي فوځ د غزه په الشفا هسپتال حمله کړې او دوه سوه عام فلسطينيان ئي ګرفتار کړي، اسرائيلي بمبارې لوجې يوؤلس زره پينځه سوه نه سيوا فلسطينيان شهيدان شوي، بلخوا اسرائيلي فوځ غزه کښې د حماس زير انتظام پاتې شوې پارليمنټ ودانې چاؤدنې سره تباه کړې.
غزه کښې د اسرائيلي فوځ حملې په څلويښتمه ورځ هم جاري دي،اسرائيلي فوځ د خان يونس او وسطي غزه کښې په رهائشي کورونو بمباري کړېده چې پکښې څوارلس فلسطينيان شهيدان شوي او يو شمير ژوبل شويدي
د اسرائيلي بمبارې لوجې تر دې دمه يوؤلس زره پينځه سوه نه سيوا فلسطينيان شهيدان شوي او ګنړ شمير ژوبل شويدي
اسرائيلي فوځ د غزه په الشفا هسپتال حمله کړېده، د ايمرجنسي او سرجيکل وارډز تلاشي ئي اخېستې ده، اسرائيلي فوح غزه الشفاهسپتال نه دوه سوه عام فلسطينيان ګرفتار کړيدي
بلخوا اسرائيلي فوځ غزه کښې د حماس زير انتظام پاتې شوې پارليمنټ ودانې چاؤدنې سره تباه کړېده
اسرائيلي چارواکو مطابق غزه کښې د القسام بريګيډ کارروائيانو کښې دوه اسرائيلي فوځيان وژل شويدي، تر دې دمه زمکنې آپريشن کښې يو پنځوس اسرائيلي فوځيان وژل شوي.