کابل: د افغانستان کرکټ ټېم د ائي سي سي یوه ورځني کرکټ ورلډکپ کې ګډون لپاره هندوستان ته رسېدلې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ملي لوبډلې غړي په متحده عربي اماراتو کې له لس ورځې تمریناتو وروسته نن ماښام په نړۍوال کپ کې د ګډون په موخه د هند په لوري روان شول.
سرچینې زیاته کړې، د افغان لوبډلې له روانېدو مخکې له هغوی سره په یوه غوڼده کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف هم ګډون کړی و.
هغه افغان اتلانو ته وویل چې افغان ملت له تاسو ډېرې تمې لري او هیله ده چې په خپلو غوره لوبو سره افغان ملت ته ویاړ وبښئ.
ټاکل شوې چې د نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکې اکتوبر میاشتې په پنځمه نېټه په هندوستان کې پیل شي او د نومبر په ۱۹مه، پای ته ورسېږي.
په نړۍوال جام سیالیو کې د لسو هېوادونو لوبډلې برخه لري چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
د اعلان شوي مهالوېش له مخې، افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۷مه له بنګلهدېش سره کوي، خو له هغې مخکې له سريلانکا او سویلي افریقا سره دوه تمریناتي سیالۍ هم لري.
په ملي لوبډله کې حشمت شهیدي لوبډلمشر، رحمنالله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیبالله ځدراڼ، محمدنبي، اکرام عليخېل، عظمتالله عمرزی، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد لکڼوال، فضلالحق فاروقي، عبدالرحمن او نوین الحق شامل دي.
دغه راز په دغه لوملړ کې ګلبدین نایب، فرید ملک او شرفالدین اشرف بیا د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.