د صوابۍ په جهانګيري روډ د زړې دښمنې لوجې دوه فريقينو ترمينځ ډزو پيښه کښې د يوې زنانه پشمول څلور کسان پحق رسيدلي او اتۀ کسان ژوبل شويدي، پوليس ترمخه يو بل ته مخامخ کيدو باندې ګاډو کښې ناست فريقينو ډزې کړي، د ډزو لوجې لاروي زنانه او د يو امام مسجد هم پحق رسيدلې ، پوليس د پيښې تحقيقات شروع کړيدي،ژوبل کسان باچا خان ميډيکل کمپلکس ته منتقل کړې شويدي ۔
د صوابي پوليس رپورټ مطابق منظور د خپلو پرائيويټ سيکورټي ګارډ سره په خپل موټر کښې راون وو چې ګډوډ آباد لارې سره نيزدي پرې موټر سائيکل سوارو ملزمانو ناترڅه ډزې کړي دي ۔
د ملزمانو ډزو لوجې په موټر کښې ناست د منظور دوه شخصې محافظ محمد غفار،صابر الله، يوه لاروي زنانه او د تورخيل صوابۍ جومات امام مولانا آفتاب احمد پحق رسيدلي او اتۀ کسان ژوبل شوي دي ۔
اووۀ ژوبل شوي لاروي کسانو کښې د يوسف، عامر، مسعود خان، عتيق، ظاهر ګيلاني، رحمان شير او عمران شامل دي ۔
پوليس د پيښې ايف آئي آر درج کړې او وئيلي دي چې پيښه د زړې دښمنې لوجې رامخې ته شوې، بلخوا پيښه کښې پحق رسيدلي امام مسجد مولانا محمد آفتاب مړې د علاقي اولس په امن جوک کښې ايښودې وو او امن چوک ئې د هرقسمه ټړيفک لپاره بنډ کړې وو، مظاهرچيانو د ملزمانو د فوري ګرفتارۍ او انصاف ورکولو غوښتنه کړې ده ۔

