اليکشن کميشن آف پاکستان خېبرپښتونخواکښې بلدياتي انتخابات کولو او دې لپاره ئې د شيډول جاري کولوحکم کړېدې،د چيف اليکشن کمشنر سکندرسلطان راجه مشرۍ کښې پنځه کسيزه بنچ بلدياتي اليکشن په حاله محفوظ کړې فيصله اورولې،فيصله کښې وئيلي شوي چې کومو ضلعو کښې حلقه بنديانې مکمل شوي، هلته به مقامي حکومتونو لپاره اليکشن کولې شي، د صوبې دولس مخصوص ضلعو کښې في الحال بلدياتي انتخابات نۀ کولو امر هم شويدې ۔
اسلام آباد: د چيف اليکشن کميشنرسکندرسلطان راجه مشرۍ کښې پنځه کسيزه بنچ خېبرپښتونخوا کښې بلدياتي انتخاباتو په حواله محفوظ کړې شوې فيصله اورولي ۔
اليکشن کميشن فيصلې مطابق خېبر پښتونخواحکومت او انتخاباتي څانګې ته د د مقامي حکومتونو ټاکنو په اړه فوري شيډول جوړولو هدايت شويدې ۔
فېصله کښې وئيلي شوي چې په کومو ضلعو کښې حلقه بندۍ لا نۀ دي مکمل شوي، هلته دې د نوې حلقه بندو شيډول زر تر زره جاري کړې شي، صوبائي حکومت او انتظامي ادارو ته انتخاباتو لپاره د ضروري انتظامي او امنيتي ګامونه يقيني جوړولو هدايت هم شوې دې ۔
بلخوا د هنګامي حالت نه متاثره دولس قبائيلي ضلعو کښې به فې الحال بلدياتي انتخابات نۀ ترسره کېږي، صوبائي انتظاميې د امنيتې ستونزو، په ځينو سيمو کښې د پاک فوج تعيناتۍ او هنګامي حالاتو په بنياد په دغه ضلعو کښې د انتخاباتو ځنډولو درخواست کړې وو ۔

