تهران کښې شوې څلور ملکي غونډه ختميدو نه پس اعلاميه جاري شوې، ايران او مکه دفاعي لوظنامه کښې شامل درې ملکونو پاکستان، سعودي عرب او ترکيه علاقائي تعاؤن مضبوط جوړو لپاره مذاکرات جاري ساتلو باندې اتفاق کړېدې، اعلاميې ترمخه غونډه کښې د پاکستان نمائندګي فيلډ مارشل سيد عاصم منير او وفاقي وزير داخله محسن نقوي کړې ده ۔
ايراني ميډيا باندې د غونډې نه پس جاري اعلاميې په حواله وئيلي شوي چې اجلاس کښې د منطقې امن او سلامتيا صورتحال او څلور واړو ملکونو ترمينځ مرستې مضبوطولو باندې د خيالاتو بدلون شويدې ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې غونډه کښې شريک شوي د څلور واړو ملکونو مشرانو په متفقه توګه دغه مقصد لپاره د خبرو اترو لړۍ جاري ساتلو باندې اتفاق کړېدې ۔
اعلاميې ترمخه اجلاس کښې د پاکستان، سعودي عرب، ترکيه سينير چارواکو ګډون کړې، غونډه کښې د پاکستان نمائندګي فيلډ مارشل سيد عاصم منير او وفاقي وزير داخله محسن نقوي کړې، د سعودي عرب لخوا دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان او د ترکيه نمائندګي انټيلي جنس چيف کړې ده ۔
بلخوا د غونډې نه پس د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه چارواکو د ايران صدر مسعود پزشکيان سره اهم ملاقات هم کړې، چې پکښې د منطقې موجوده صورتحال باندې خبرې شويدي ۔
ملاقات پر مهال ايراني صدر مسعود پزشکيان وئيلي چې ايران د مسلم ملکونو ترمينځ اتحاد، سلامتيا او ترقۍ ته وده ورکولوکښې مرستو لپاره تيار دې ۔
صدر پزشکيان په اسلامي ملکونو زور راوړې چې منطقه کښې اسرائيلي جارحيت او د مشرق وسطیٰ تقسيم په حواله دې د امريکې کوششونو په وړاندې مضبوط ديوال جوړ شي ۔

