د پيښور هائيکورټ چيف جسټس ايس ايم عتيق شاه وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا کښې د عدالتونو په اخراجاتو روزانه دولس کروړه روپۍ خرچ راځي، چې کله هم د عدالتونو يو ورځ بائيکاټ اوشي نو يو ورځ کښې د خلقو دولس کروړه روپۍ ضائع کيږي ۔
پيښور کښې يوې دستورې ته خپل خطاب کښې چيف جسټس پيښور هائيکورټ وئيلي دي چې مردان کښې د ګواهانو عدالتونو کښې د پيش کيدو شرح شپږ نوي فيصده ده او تير عدالتي کال دوران اتۀ ديرش زره مقدمات سرته رسولې شوي او په زرګونو زير التوا مقدمات هم ختم کړې شويدي ۔
چيف جسټس اووئيل چې عدالتونو کښې ډيجيټل منيجمنټ نظام معارفي کړې شوې او پيښور هائيکورټ کښې د انساني حقوقو سيل ته يو زر يو کم اوويا درخواستونه موصول شويدي ۔
د پيښور هائيکورټ چيف جسټس وينا وه چې پيښور،ايبټ آباد ، بنو او سوات کښې اووۀ داسې عدالتونه جوړ کړې شوي کوم چې په دوه شفټونو کښې کار کوي ۔
چيف جسټس وئيلي چې د عدالتونو سالانه ترقياتي پروګرام بجټ مو د دوه اربه نه شپږ اربو ته رسولې، او اولس ته حساب ورکول د عدليه ذمه واري ده ځکه چې دا د هغه خلقو په ټيکسونو چليږي کوم اولس سره چې د دوائيانو پيسې هم نۀ وي ۔

