پاکستان ته د شنګهائي تعاؤن تنظيم سربراهان مملکت کونسل صدارت سپارلې شويدې، دې لړ کښې وزيراعظم شهبازشريف بشکيک ښار کښې اعلاميه باندې لاسليک هم کړېدې ۔
د کرغيزستان په بشکيک کښې د شنګهائي تعاؤن تنظيم مشرانو د اجلاس په اعلاميه دستخط کولو دستوره شوې، پاکستان لخوا وزير اعظم شهبازشريف په اعلاميه لاس ليک کړې ۔
د دې سره سم راتلونکې کالدوه زره شپږ ويشتم ، اووۀ ويشتم لپاره پاکستان ته د شنګهائي تعاؤن تنظيم سربراهان مملکت کونسل صدارت سپارلې شويدې ۔
دې نه وړاندې شنګهائي تعاؤن تنظيم سر مشريزه کونسل اجلاس کښې شرکت لپاره مرکزي هال ته رسيدو باندې د کرغيزستان صدر تود هرکلې کړې او جوړ پخير ئې هم ورسره کړې ۔
غونډۀ کښې شريک ملکونو مشرانو ګروپ فوټو دستوره هم شوې، وزيراعظم شهبازشريف په دې موقع د نړيوال مشرانو په موجودګۍ ډير نمايا په نظر راغلې دې ۔

