د مکه مشترکه دفاعي معاهدے کميټۍ وړومبې اجلاس استنبول کښې شوې، نائب وزيراعظم اسحاق ډار،دفاع وزير خواجه آصف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير شريک وو،د ترکيه او سعودي چارواکو هم اجلاس کښې ګډون کړې، ترک خارجه وزير حاقان فيدان وئيلي چې معاهدے ته به مکه دفاعي اتحادوئيلي شي،د دغه اتحادوړومبې سيکرټري جنرل به پاکستانې وي،د منطقې ملکونو لپاره سلامتيا،استحکام، خوشحالۍ او پائيدار امن حصول په خاطر په مشترکه توګه مخکښې تلل او اقدامات ته اداره جاتي شکل ورکول اوس ضروري جوړ شوي .
د مکه مشترکه دفاعي معاهدے اسټريټجک سياسي و دفاعي کميټې ړومبې اجلاس استنبول کښې شوېدې، چې پکښې ترکيه خارجه وزير حاقان فيدان، وزير قومي دفاع ياشار ګيولر او چيف آف جنرل اسټاف جنرل سلجوق بائر اکتار اولو نه علاوه د پاکستان او سعودي عرب اعلې چارواکو ګډون کړېدې ۔
پاکستان لخوا نائب وزيراعظم اسحاق ډار، دفاع وزير خواجه آصف او چيف آف آرمي اسټاف و فيلډ مارشل سيد عاصم منير شريک وو، د سعودي عرب نمائندګي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان آل سعود، دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود او چيف آف جنرل اسټاف جنرل فياض بن حامد الر ويلي کړېدې ۔
ميډيا سره خبرو کښې حاقان فيدان اووئيل چې مکه مشترکه دفاعي معاهدے د لارې خطي کښې د سلامتيه او تعاون يو نوې ډهانچے آزمائيل شروع کړې شويدي ۔
فيدان وائي چې په معاهدے عمل درآمد په سلسله کښې آئنده پورته کونکې ټهوس اقدامات په حواله جامع تبادله خيال شوېدې، اجلاس سره معاهدے کښې متعين اداره جاتي ډهانچے ټکلو لپاره عملي کار هم شروع کړې شوېدې ۔
هغه اووئيل چې درې واړو ملکونو ړومبې د اتحاد په سرکاري نومو اتفاق کړېدې، کوم چې ”مکه دفاعي اتحاد“ ګرځولې شوېدې ۔
مکه دفاعي اتحاد مقصد د چا ملک خلاف محاذ آرائي کول نه بلکه خطې کښې سلامتيه او تعاون ته يو نوې تصور ته وده ورکول دي، د خطې هغه ټول ملکونه کوم چې د دغه بنيادي اصولو احترام کوي، هغه اتحاد لپاره کهلاؤ دي ۔

