فيلډمارشل سيد عاصم منير د پاکستان آرډيننس فيکټرۍ دوره کړيده، دورې په موقع فيلډ مارشل د دفاعي سامان دجوړولو صلاحيتونو او برآمداتو جاج اخستې، فيلډمارشل په موجودګۍ کښې پاکستان کښې جوړې وسلې او تجربو عملې مظاهره هم شوېده ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاکستان تر ټولو لوئې پاکستان آرډيننس فيکټرۍ دوره کړيده ۔
آئي ايس پي آر مطابق د دوري مقصد په فيکټرۍ کښې د دفاعي پيداوار جاج اخستل وو، او ورسره د مقامي جوړ شوې دفاعي سامان د برآمداتو او د ملک د دفاعې صنعت لپاره د ادارې د کردار جاج هم اخستل شويدې ۔
چيف آف ډيفينس فورسز سيد عاصم منير ته د پاکستان آرډيننس فيکټرۍ د مختلفو شعبو حوالې سره بريفنګ ورکړې شوې ، آۍي ايس پي آر ترمخه اداره په خپله مهم فوجي سامانونه جوړوې ۔
دورې پرمهال فيلډمارشل د خپلو وسلو او دفاعې سامان جوړولو ته د نورې ودې ورکولو عزم څرګند کړيدې ۔

