د پيښور په متنو تاڼه د ترهه ګرو ډرون حمله ناکامه کړې شويده، د حملې په نتيجه کښې څه قسمه مالي او ځاني زيان نۀ دې شوې، بلخوا سي سي پي او پيښور ډاکټر ميا سعيد وئيلي دي چې پوليس ډرون نه د بارودي موادو د غورځولو فوټيج هم تر لاسه کړيدي ۔
پيښور: سي سي پي او پيښور ډاکټر ميا محمد سعيد وئيلي دي چې د پوليس په وخت د حفاظتي اقداماتو لوجې د ترهه ګرو له اړخه ډرون حمله ناکامه کړې شوې ده ۔
د پيښور سي سي پي او اووئيل چې په متنو تاڼه وړاندې نه حفاطتي جال لګولې شوې وو ، چې لوجې ئې تاڼه کښې حاني او مالي زيان نۀ دې شوې ۔
سي سي پي او پيښور اووئيل چې په متنو تاڼه د ډرون حملي په نتيجه کښې څۀ قسمه نقصان نۀ دې شوې او د ترهه ګرو ګرفتارۍ لپاره سيمه کښې سرچ آپريشن هم پيل کړې شويدې ۔

