وزيراعلیٰ سهیل آفريدي وئیلي دي چې د ترهه ګرو بزدلانه حملې د خېبر پښتونخوا پوليس حوصلې نۀ شي کمزورې کولې، د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره به ټول وسائل پکار راوستلې شي، وزيراعلیٰ هاؤس کښې د امن او امان هنګامي غونډې وينا پر مهال سهيل آفريدي وئيلي چې صوبائي حکومت پوليس سره کلک ولاړ دې، روان کال به صوبه کښې د امن او ترقۍ کال ثابت شي ۔
پيښور: سي ايم هاؤس کښې د وزيراعلیٰ سهيل آفريدی مشرۍ کښې دصوبې امن او امان په صورتحال هنګامي غونډه شوې چي پکښي د اطلاعاتو وزير، د کورنيو چارو خصوصي سلا کار، چيف سېکرټري، انسپکټر جنرل پوليس او نورو متعلقه چارواکو ګډون کړې ۔
غونډه کښې د ټولې صوبې، او په خاصه توګه د جنوبي اضلاع د امن او امان صورتحال تفصيلي جاج واخيستل شو او په دې معامله غور هم شوې ۔
غونډه کښې متعلقه چارواکو وزيراعلیٰ ته په مختلفو چارو بريفنګ ورکړې د کوم نه پس چې وزيراعلیٰ هغوي ته ضروري هدايات جاري کړي، اجلاس کښې د بدامنۍ په مکمله توګه ختمولو او صوبه کښې د پائیدار امن کلک ساتلو لپاره د ټولو وسائلو په کار راوستو عزم اوکړې شو ۔
په دې موقع وزيراعلیٰ د خېبرپښتونخوا پوليس او کاونټر ټېررازم ډيپارټمنټ لخوا د بدامنۍ خلاف هڅې ستائيلې او هغوي ته يې پېرزوينې وړاندې کړې ۔
وزيراعلیٰ اووئيل چې د ترهه ګرو بزدلانه بريدونه د خېبرپښتونخوا پوليس حوصلې نۀ شي کمزورې کولې او د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پوليس فورس قربانۍ هېڅ کله هم ضائع کيږي نه او صوبائي حکومت دوي سره کلک ولاړ دې ۔
وزيراعلیٰ محمد سهيل آفريدي زياته کړې ده چې روان مالي کال به په خېبرپښتونخوا کښې د امن، ترقۍ او خوشحالۍ کال ثابت شي ۔

