خيبر پښتونخواکښې د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې د صوبې مختلف برخو کښې د شرخوښو خلاف جاري کارروائيانو تفصيلات جاري کړيدي،رپورټ ترمخه د شپږ مياشتو دوران يوسل دوه اتيا ترهه ګر وژلي شوي چې پکښې څوارلس مطلوب کمانډران هم شامل دي، رپورټ کښې وئيلي شوي چې شرخوښو په پوليس دوه سوه، څلور پنځوس حملې کړي چې پکښې يوسل، يو شپيته حملې ناکامه کړې شويدي ۔
پيښور: د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې له لوري جاري رپورټ کښې وئيلي شوي چې تير شپږ مياشتو کښې سي ټي ډي سره مقابلو کښې يو سل دوه اتيا اشتهاري ترهه ګر وژلي شويدي ۔
د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې خپل رپورټ کښې وئيلي دي چې کاروائيانو دوران وژلي شوي د فتنته الخوارج ترهه ګرو کښې څوارلس انتهائي مطلوب کمانډران هم شامل دي ۔
رپورټ طابق په تير شپږ مياشتو کښې د ترهه ګرو لخوا نه په پوليس باندې دوه سوه څلور پنځوس حملې شوي چې پکښې يو سل يو شپيتۀ حملې ناکامه کړې شويدي ۔
رپورټ ترمخه د ترهه ګرو لخوا درې سوه يو څلويښت ډرونز حملې، بهتر حکمت عملۍ او اينټي ډرونز ټيکنالوجۍ په ذريعه باندې ناکامه کړې شوي هم دي ۔
رپورټ کښې دا هم وئيلي شوي چې د اينټلي جنس بيسډ آپريشن په وخت پنځه څلويښت ايس ايم جيز، يو نوي هينډ ګرينيډز، دوه خودکش جيکټس، وسله او بارودي مواد برآمد کړې شويدي ۔

