د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم د پټروليم مصنوعاتو په نرخو کښې معمولي کمې مسترد کړې او د حکومتي فيصلې خلاف ئې د جمعې په ورځ ټول ملک کښې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړېدې، لاهور کښې پريس کانفرنس ته وينا په وخت حافظ نعيم په پټروليم مصنوعاتو ليوي د مکمل خاتمې مطالبه کړې، او وئيلي دي چې ملک په سکيمونو نۀ بلکه په غوره پاليسو چليږي ۔
لاهور کښې خبري غونډې ته وينا په وخت د جماعت اسلامي امير حافظ نعیم الرحمان وئيلي دي چې مخکښي هم د احتجاجونو له امله حکومت د پټرولو قیمتونه کم کړي وو، اولس دې دقيمتونو د نورو کمولو لپاره په راتلونکې جمعه سړکونو ته راوځي ۔
د جماعتِ اسلامي امير وئيلي دي چې د پټرولو قيمت په هیڅ صورت في ليټر د دوه سوه پنځه ويشت روپو نه زيات نۀ دې پکار ،نن هم په پټرولو کښې د لیوي پشمول يوسل ، اتلس روپو نه زیات ټیکس اخستل کیږي ۔
حافظ نعيم الرحمان مخکښې وئيلي دي چې دا لیوي ټیکس په اصل کښې بهته خوري ده ،د پټرولیم ډیويلپمنټ لیوي مقصد د ریفائنريز ښۀ کول وو، حکومت د دې په نوم اربونه روپۍ جمع کړي خو په ریفائنريز کښې هیڅ بهتري نۀ ده راغلې ۔

