د بلوچستان زيات سيمه کښې د پوليس په کيمپ د ترهه ګرو حمله کښې دوه ايس ايچ اوز پشمول نهه اهلکار شهيد شويدي، د بلوچستان وزيراعلیٰ معاون شاهد رند بيان ترمخه د ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز جوابي کاروائۍ دوران پنځلس شرخوښي وژلي شويدي،د آپريشن دوران ترهه ګرو لخوا تښتولي شوي پوليس کانسټيبل هم حفاظت سره بازياب کړي شوېدے ۔
کوئټه: د صوبائي حکومت وېنا ده چې د بلوچستان په زېارت سېمه کښې د فتنه الخوارج لخوا په پولېس کېمپ باندې د حملې په مهال نهه پولېس اهلکار شهېدان شوي دي ۔
د صوبائي حکومت وينا مطابق شهيد شوي اهلکارانو کښې دوه اېس اېچ اوز هم شامل دي ، د شهېد شوي پولېس اهلکارو جسدِ خاکي د ضروري کاروائۍ پس د هغو خپل خپلوانو ته حواله کړې شي ۔
صوبائي حکومت زېاته کړې چې د پېښې پس په سېمه کښې د فتنه الخوارج خلاف د سرچ آپرېشن پر مهال پنځلس ترهه ګر وژلي شوي چې د کوم پس سېمه د ترهګرو څخه کلېير کړې شوې ده ۔
د صوبائي حکومت چارواکو مخکښې وئيلي دي چې د آپريشن دوران ترهه ګرو لخوا تښتولي شوي پوليس اهلکار هم حفاظت سره بازياب کړې شوېدې ۔
بلخوا د زېارت سېمې دغې پېښې پس زېارت کراس باندې ځائي اولس د کوئټه پنجاب او خېبر پښتونخوا ته تلونکې لوېه لار بنده کړې وه او غوښتنه ئې کړې چې په سېمه کښې د ترهه ګرو خلاف آپرېشن اوکړې شي ۔

